د هېواد په دوو ولایتونو کې پینځه غله ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه غله هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې د هرات ښار د شپږمې ناحیې د یوه اوسېدونکي موبایل او نقدې پيسې غلا کړي.
غلو د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته پر یادو ځواکونو ډزې کړې، چې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې له یو میل تفنګچې او یو عراده موټرسایکل سره یو ځای نیول شوي دي.
بلخوا د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې هم درې غله نیولي دي.