ننګرهار، کابل، فاریاب او نیمروز کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، کابل، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
د دې کسانو له منځه د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې درې تنه له ۲۵۶ کیلوګرامه چرسو سره، کابل کې یو کس د دوه کیلوګرامه ښيښه د قاچاق، نیمروز کې څلور تنه د یونیم کیلوګرامه تریاکو او نږدې یو کیلوګرام هیرویینو د قاچاق او همدارنګه د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې هم درې تنه د یو اندازه نشه يي توکو او الکولي څښاکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.