کابل کې له یوه ترورېستي بریده مخنیوی شوی

ترهګرو د کابل ښار داتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای کړی و، چې د اتمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا کشف او د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له لوري شنډ شو.
د یاد ماین په کشف او شنډ سره له یوې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د پغمان ولسوالۍ په قلعه عبدالعلي سیمه کې یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړی دی.