کابل کې د پولیسو تر څار لاندې جنایتکارانو یو کلیدي ډلمشر له پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته ونیول شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۴:۱۱
1

د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د دویمې ناحیې په اړوند بهارستان سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوې جنایتکارې ډلې یو مهم ډلمشر عبیدالله چې په "بچه قباد" مشهور و او تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د تر څار لاندې تورنو په نوملړ کې شامل و، نیولی دی.
یاد جنایتکار او ډلې یې په کابل ښار کې د قتل، وسله والو غلاو، د عامه امن او نظم د اخلال او همدارنګه د خلکو د ځورونې په ګڼو قضیو کې لاس درلود.