فاریاب، غزني، هلمند او کندوز کې د ترهګرو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۴:۳۵
1

ترهګرو طالبانو په فاریاب، غزني، هلمند او کندوز ولایتونو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو د ځوابیه غبرګون په ترڅ کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

له دې منځه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "ارکلیک، ینګي پایان او بلال بېک" کلیو کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

په دې نښته کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه امنیتي سرتېري شهیدان شوي، دوه ټپیان او همداراز یو ملکي وګړی هم ټپي شوی دی.

همداراز ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د لومړۍ نمبر لویې لارې اړوند پر اوګره امنیتي بېز برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بلخوا د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په سورګدر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې ترهګرو طالبانو د تخار - کندوز پر لویه لار په اکبرخان سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او له امله یې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم غړي "ملا بصیر مشهور په بهرالدین" په ګډون یو بل ترهګر طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.