د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ملي پولیسو د درې سوه بستریز روغتون له ټپیانو او ناروغانو لیدنه وکړه

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۴ - ۱۴:۵۴
1

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل نن پداسې حال کې د ملي پولیسو د درې سوه بستریز روغتون له ټپيانو او ناروغانو لیدنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر جنرالانو او رییسان یې هم ملتیا کوله.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین په روغتون کې د ملي پولیسو ټپیانو ته وویل: چې تاسې د هېواد ویاړلي بچیان یئ، چې د خلکو له مال او ځان او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په‌پار مو خپل سرونه په لاس کې نیولي او هېوادنۍ سرښندنې ته تیار یئ. د کورنیو چارو وزارت رهبري مو هڅو او ستړو ته د قدر په سترګه ګوري او پوره ملاتړ مو کوي.
ریاض درمل د ملي پولیسو په درې سوه بستریز روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو د درملنې په برخه کې د یاد روغتون د ډاکټرانو له کړنو او خدمتونو هم مننه او درناوی وکړ.
په پای کې ښاغلي درمل او روغتون ته د کورنیو چارو وزارت راغلو رییسانو بستري ناروغانو او ټپيانو ته ځینې نقدي مرستې هم وکړې.