ننګرهار کې یو کس د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د ۴۶ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد نشهيي توکي په دوه عرادو کرولا ډوله موټرونو کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل، دا نشهيي توکي د ننګرهار ولایت چپرهار او دوربابا ولسوالیو ته ولېږدوي، چې پولیسو د مرکز جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې د پاتې عاملینو د نیولو په موخه د پولیسو هڅې ګړندۍ روانې دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره یوځای د ننګرهار ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په "جوی۲۶" سیمه کې پر یوه استوګنیز کور یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۹ کڅوړې هیرویین، ۴ کلچې تریاک او ۱۱ کلچې چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک نهدي نیول شوي.