هرات کې یو غلا شوی موټر چې ځانمرګي برید کې ترې استفاده کېده، نیول شوی

تېره ورځ پولیسو هرات کې د یوه چټک اقدام په ترڅ کې د یوه مازدا ډوله بار وړونکي موټر له غلا مخنیوی کړی دی.
د ترهګرو یوې څلور کسیزې ډلې د ګذرې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي مازدا موټر له وسلې په استفاده غلا کړی و او غوښتل یې په دې موټر کې د ځانمرګي برید په موخه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي.
پولیسو د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته یاد کسان د ګذرې ولسوالۍ په "پایپاس" سیمه کې پېژندلي، خو دا کسان له پولیسو سره په نښته اوښتي.
د نښتې په ترڅ کې دوه ترهګر وژل شوي او دوه نور یې په ژوبل حالت کې له یو میل کلاشینکوف او یو شمېر نورو مهماتو سره یوځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې غلا شوی موټر بېرته څښتن ته یې سپارل شوی او د دې پېښې په لړ کې ملي پولیسو ته کوم زیان نهدی اوښتی.