پولیسو په درېیو ولایتونو کې د پنځو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۹ - ۹:۱۰
01

پولیسو په پکتیا، کندوز او غزني ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو له خوا د پنځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه د پکتیا ولایت په ځاځيو او احمد اباد ولسوالیو کې دوه کړۍ ماینونه، د کندوز ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه او د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین کشف او له منځه یوړل شول.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.