له کورونا ویروس څخه د مخنیوي په پار د ملي پولیسو  د فعالیتونو لړۍ دوام

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۹:۴۹
01

د کابل، سمنګان، تخار، کندوز، جوزجان، لوګر، کندهار، خوست، کونړ، بغلان، زابل او میدان‌وردګ ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د تېرو دوه ورځو په لړ کې له کورونا ویروس سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې ځینې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د پولیسو په دې اقداماتو کې د ګڼه ګوڼو سیمو دواپاشي، د غیرضروري هټیو تړل، په ښارونو او واټونو کې د خلکو له ګرځېدنې مخنیوی، د خلکو لپاره عامه پوهاوی او د ځینو وقایوي توکو تیارول شامل دي.

همداراز د یادو ولایتونو پولیسو په ښارونو کې د تېرو ورځو په پرتله د خلکو د روغتیا ساتنې په موخه د ګرځېدنې قیودات زیات کړي دي.

ملي پولیس په اړوند برخه کې د خلکو له همکارۍ او حوصلې مننه او درناوی کوي او له خلکو غواړي چې وضع شوي محدودیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي، څو د دې ویروس له خطره په امن کې وي