پکتیا کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۹:۳۹
01

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په "غفورخېلو" سیمه کې د ترهګرو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو له لوري کشف او شنډ شو.
دا پداسې حال کې ده چې افغانانو په کراتو له ترهګرو غوښتي، څو له ترورېستي کړنو لاس پر سر  شي؛ خو دوی د افغانانو د سولې غوښتنې دې غږ ته د ماینونو پر ځای پر ځای کولو ځواب ویلی، خو له دې ډلې بیا هم د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو یو ډېر شمېر ماینونه کشف او له منځه وړي او د دوی موخې یې شنډې کړې دي.