نیمروز کې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د زرنج ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د انسان تښتونې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې په زرنج ښار کې یو ځوان وتښتوي.
نیول شویو کسانو د انسان تښتونې، قتل، ترور او وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او له دوی څخه درې میله بېلابېل ډول وسلې، څلور قبضې لاسي بمونه، یو عراده موټر او درې جوړې نظامي یونیفورم هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.