کابل کې درې لوټوونکي ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۳ - ۹:۱۶
01

ملي پولیسو د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند دهمراد خان سیمه کې درې تنه د چپاول قضیې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سینمای پامیر سیمه کې د دې سیمې د یوه اوسېدونکي ۴۰۰۰ افغانۍ او یو سیټ موبایل غلا کړي وو او بیا د پېښې له سیمې تښتېدلي وو.
د اومې امنیتي حوزې منسوبینو د دې قضیې د خبر له ترلاسه کولو وروسته بې له ځنډه اقدام وکړ او یاد کسان یې په دهمراد خان سیمه کې له یو عراده موټر سره یو ځای نیولی دي.