کابل کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

پرون شپه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند قلعه فتح الله سیمه کې دوه تنه د یو کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.
یادو کسانو غوښتل له وسلو او همر ډوله موټر څخه په استفادې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وتښتوي، چې د پولیسو د پر وخت او چټک اقدام په پایله کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو عراده همر موټر، یو میل کلاشینکوف، درې عدده شاجورونه او یو اندازه نشه يي څښاک د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو لاندې دي.