غور کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی
ملي پولیسو د غور ولایت په اړوند سیمو کې د شپږ کړیو ځای پر ځای شويو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د دولتیار او مرغاب ولسوالیو پر لار د ترورېستي پېښو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د ملي پولیسو د انجینیرۍ ډلې د چټک اقدام په ترڅ کې کشف او له منځه یوړل شول.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د ترهګرو یو معمول کار دی، چې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل دی.