هرات کې درې تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو څه موده دمخه د هرات ښار د ۱۲ ناحیې یو مېشتی وژلی و او د پېښې له ځای تښتېدلي وو، چې ونیول شول.
دې کسانو د لومړنیو څېړنو پرمهال خپل جرم منلی او نسبتي دوسیې یې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.