د هلمند په ګریشک کې د طالب ترهګرو لخوا د موټربم چاودنې په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
نن ماښام اته بجې د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په سرپل سیمه کې طالب ترهګر د چاودېدونکو توکو یوه موټر ته هغه مهال چاودنه ورکوي، چې د سرپل پوستې زړور پولیس یې پېژني او د مخکې تګ مخه یې نیسي.
په دغه ترهګریز برید کې څلور تنه پولیس چې د موټر په پلټنه بوخت وو، شهیدان شوي او یو تن پولیس ټپي دی.
د کورنیو چارو وزارت رهبري د شهیدو پولیسو مېړانې ته د درناوي عالي مراتب وړاندې کوي چې د خپلو ځانونو په قربانۍ یې د لسګونو افغانانو ژوند وژغوره او تر څنګ یې د طالب ترهګرو دغه وحشیانه عمل سولې ته د نه تعهد ښکاره ثبوت بولي.