خوست کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
له دې منځه له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د خوست ښار په اړوند شګې کلي کې یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیولی.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو هم دوه تنه د یوه ملا امام د موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.