کاپیسا او لوګر کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ او د لوګر ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
پدې عملیاتو کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.