د کورنیو چارو سرپرست وزیر د یوې ناستې په لړ کې د کابل ښار د امنیت ساتنې د حمایتي ډلو وروستي فعالیتونه وارزول

نن سهار د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې په کابل ښار کې د حمایتي ډلو د تېرې یوې اوونۍ فعالیتونه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، معینانو، رییسانو، جنرالانو، د کابل ولایت امنیه قومندان، د امنیتي حوزو مسوولینو او د کورنیو چارو وزارت د اډې نږدې ۱۰۰۰ تنو منسوبینو ګډون درلود؛ وارزول.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په کابل ښار کې د ګرځنده امنیتي ډلو فعالیتونه چې د کورنیو چارو وزارت د نوې طرحې له مخې تنظیم شوي وو؛ مثبت وارزول او ویې ویل چې دې لړۍ تر اوسه مطلوبې پایلې درلودې او په کابل ښار کې یې د جنایي جرمونو ګراف په ټیټولو کې رغنده رول لوبولی دی.
محمد مسعود اندرابي د کابل ښار امنیتي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې ژر تر ژره دې د مجرمینو د نیولو او هستو په له منځه وړلو کې بېړني اقدامات ترسره کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ښاري ګزمو ټیمونو راپورونه هم واورېدل او ویې ویل چې د جوړې شوې کړنلارې له مخې به په کابل ښار کې د جنایي جرمونو د کموالي په برخه کې ښاري ګزمې مقطع يي نه؛ بلکې په دوامداره توګه دوام ولري.