پولیسو پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۰:۱
8

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په خوست، هرات او کونړ ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د خوست ولایت د مرکز درېیمې حوزې او پنځم سمت په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو درې پلورونکي نیول شوي؛ پولیسو د هرات ولایت د نړیوال هوايي ډګر څخه هم یو کس چې ۴۵ د نشه يي توکو کپسولونه یې په خپل نس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، نیولی او د یادونې وړ ده چې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د نشه يي توکو یو پلورونکی نیول شوی دی.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د ښیښه، چرسو، امفتامینو او تریاکو له ډوله او یو شمېر وسلې هم کشف او ترلاسه شوې دي.