کندهار کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي

تېره ورځ د کندهار ښار د اومې حوزې په اړوند سیمو کې یوه ترهګر بریدګر غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو یوه ډک موټرسایکل ته چاودنه ورکړي، چې د لېږد پرمهال په بریدګر چاودلی او په ترڅ کې یې یاد بریدګر وژل شوی دی.
همداراز تېره ورځ په همدې سیمه کې دوه موټرسایکل سپارو ترهګرو غوښتل چې د پولیسو پر ګزمې برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې یو یې د پولیسو لخوا وژل شوی او یو بل یې له سیمې تښتېدلی، چې د نیولو په هدف یې د پولیسو پلټنې روانې دي.