کابل او لوګر کې پنځه تنه د ترورېستي فعالیتونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۹:۴۹
3

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او لوګر ولایتونو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي دی.
له دې منځه یو کس د کابل ولایت له ده سبز ولسوالۍ څخه له یو میل وسلې او تجهیزاتو سره او همداراز څلور تنه د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ له اړوند سیمو له څلور میله وسلو، سلګونه ډزو ګولیو او یو شمېر نظامي تجهیزاتو سره نیول شوي دي.