سرپل کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر چاودېدونکي توکي، مهمات او تجهیزات ترلاسه شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۸:۳۵
5

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرپل ولایت د مرکز اړوند د لویې لارې پر مسیر د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو پنځه کړۍ ماینونه او یو شمېر مهمات او تجهیزات د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې د عملیاتو له سیمې یو شکمن کس د ترهګریزو کړنو په تړاو نیول شوی دی.