لوګر کې يو ترهګر طالب او کونړ کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نيول شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۸:۵۰
y

د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولايت د مرکز په اړوند سيمو کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو يو مهم غړى له يو ميل راکټ انداز، ۲۰۰ ډزه ګوليو او يو عراده موټرسايکل سره يو ځاى نيولي دي.

همداراز دې ځواکونو د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې هم يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نيولي دي.
د دې عملياتو پر مهال د ترهګرو طالبانو دوه عرادې موټرسايكلونه، ۵۰۰ ډزه د زيکويک او پيکا ګولۍ د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده چې ځانګړو ځواکونو پدې عملياتو کې يو کړۍ ماين هم کشف او له منځه وړى دى.