له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې غونډه جوړه شوه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۸:۲۹
t

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په مشرۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې غونډه جوړه شوه.

پدې غونډه کې د کابل امنیه قومندانۍ د مشرتابه سربېره د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې، کشف او استخباراتو رییسانو او د اړونده ادارو ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي له جنايي جرمونو سره پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د جنايي جرمونو په برخه کې د ملي پولیسو وروستۍ لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي او د جنايي جرمونو د سازماني کړیو د له منځه وړ په برخه کې باید رغنده ګامونه پورته او د ګراف د ټیټولو لپاره یې همغږي او هڅې پراخه شي.

محمد مسعود اندرابي له خلکو سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې د ملي پولیسو مسلکي چلند اړین یاد کړ او زیاته یې کړه، چې پولیس د ټولنې خدمتګار پوړ دی او له خلکو سره یې مثبته اړیکه د دوه اړخیزو همکاریو د غځېدو لامل کېږي.

ښاغلي اندرابي د خلکو د عامه شتمنیو ساتنه د پولیسو دنده یاد کړه او ویې ویل، چې پولیس مکلف دي څو له عامه شتمنیو پاسداري وکړي او خلکو ته رښتینی عامه امن مساعد کړي.