هرات کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۸:۱۹
1

تېره شپه د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکونو سره يو ځاى د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې يو لړ هدفمند عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
دا عمليات د اوبې ولسوالۍ په "پلوري" کلي کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې ۷۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
په وژل شويو ترهګرو کې د پشتون زرغون ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوى ولسوال او څو نور مهم ډلمشران هم شامل دي.
د يادونې ده چې پدې عملياتو کې ملکي خلکو او ځانګړو ځواکونو ته کوم زيان ندى اوښتى.