اندخوی کې د ترهګرو طالبانو د ځپلو په هدف "شاهین" عملیات پیل شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۱:۲۳
ب

تېره ورځ افغان امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د ځپلو په هدف یو لړ تصفیوي عملیات د "شاهین" تر نامه لاندي پیل کړي.
د یادو عملیاتو پر مهال د لویې لارې پر مسیر د اندخوی – قرمقول پر لار لس کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او د ترهګرو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه تللي دي.
په دې عملیاتو کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د یادونې ده چې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې یو سرتېری هم شهید شوی او درې نور ټپيان دي.
دا عملیات به د اندخوی ولسوالۍ تر بشپړې تصفیې دوام ولري.