پولیسو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

تېره ورځ د ننګرهار، نیمروز، هرات او کونړ ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه پنځه تنه د ننګرهار له سرخرود او بهسودو ولسوالیو او جلال اباد ښار څخه، درې تنه د نیمروز د لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو، یو تن د هرات ښار له شیدايي سیمې او یو بل د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د چرسو، هیرویینو، امفتامینو او شیشه له ډوله له یو میل تفنګچې سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.