ننګرهار کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۹:۴۸
ل

د تېرې اوونۍ په لړ کې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: تاوتریخوالی، جعل او تذویر په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه شپږ تنه په جلال اباد ښار کې د تاوتریخوالي او پنځه کسه د جعلي پېژندپاڼو، پاسپورټونو او جعلي ویزو لګولو په تور نیول شوي دي.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه یو شمېر جعلي اسناد هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.