پولیسو څلور تنه د وژنې په تړاو ونیول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۰:۳۷
ړ

پولیسو په کابل، پکتیکا او خوست ولایتونو کې څلور تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه د کابل ښار د ۱۲ ناحیې، یو تن د پکتیکا له اورګون ولسوالۍ او بل یې د خوست له اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ د قتل په تور نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.