پولیسو دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۹:۱۹
ق

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او بلخ ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د ۱۲ حوزې له اړوند سیمو او د بلخ ولایت له نهرشاهي ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو دوه میله تفنګچې او یو عراده موټرسایکل د پولیسو لاسته ورغلي دي.