هرات کې د طالبانو څلور کلیدي غړي پولیسو ته تسلیم شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۱:۱۱
ی

هرات کې د طالبانو څلور کلیدي غړي چې له مودو راهیسې یې په زنده جان ولسوالۍ کې د خلکو او دولت په وړاندې وسله په اوږه کړې وه، تېره ورځ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول او همداراز خپل جنګي تسلېحات، نظامي تجهیزات او دوه عرادې موټرسایکلونه یې پولیسو ته تسلیم کړل.
د دې طالبانو ډلمشر چې تسلیم شوی، وايي چې له هغې چې پدې وپوهېدل چې د طالبانو کړنې دیني اړخ نلري نو پرېکړه یې وکړه چې د طالبانو له لیکو جلا شي.