هلمند کې څه باندې ۱۰۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۹:۲۳
ب

په تېرو ۲۰ ورځو کې د هلمند ولایت په نهرسراج، نادعلي، ناوې او سنګین ولسوالیو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۰۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي او دفاعي ځواکونو په یادو ولسوالیو کې ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې او همداراز د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي قومندان "بلال" په ګډون څلور ترهګر طالبان ژوندي نیول شوي، ۶۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
د یادونې ده چې په یادو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو څه باندې ۲۲۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او شنډ شوي دي.