درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل چره يي او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.