پولیسو کابل ته د بې کیفیته پاکستانۍ غوښې د واردولو مخنیوی وکړ.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۱:۱۲
س

د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو "هینو" ډوله موټر چې له بې کیفیته پاکستانیو غوښو ډک و او له غیرقانوني او بې ګمرک لارو کابل ښار ته دننه شوی و، مخنیوی کړی او د کابل ګمرک مسوولینو ته یې سپارلی دی.
په دې موټر کې ۳۵ ټُنه بې کیفیته او غیرصحي غوښه ځای پر ځای شوې وه او لېږدوونکو یې په غیرقانوني ډول کابل ته وارد کړې وه؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شوه.