کابل کې د تابلېت K دوه پلورونکي ونیول شول.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تابلېت k دوه پلورونکي د کابل ښار د ۱۲ حوزې له اړوند سیمو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۱۵۵۰ قرصه تابلېت k او یو شمېر جعلي پیسې د پولیسو لاسته ورغلي دي.