کندهار کې ۹۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د کندهار ولایت په ښورابک او رېګستان ولسوالیو کې ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د ګډو امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۶۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د یادې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نښتې په لړ کې درې ملي پولیس شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي.