د کندهار پر امنیه قومندانۍ ترهګریز برید کې اوه بریدګر ووژل شول.

rahimzai_moi

نن مازدیګر شاوخوا ۰۴:۳۰ بجې بریدګرو د کندهار ولایت پر امنیه قومندانۍ ترهګریز برید وکړ.
له پېښې سره سم د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړه او د ترهګرو بریدګرو د له منځه وړو په موخه یې چاڼیز عملیات پیل کړل؛ چې په لړ کې یې ۷ بریدګر له منځه یوړل.
متأسفانه د دې برید په ترڅ کې ۷ ملکیان او ۳ پولیس شهیدان شوي او ۵۹ ملکیان او ۲۷ پولیس ټپیان شوي دي او اوسمهال د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.
د دې برید مسوولیت ترهګرو طالبانو منلی دی.
ترهګر طالبان دا برید پداسې حال کې ترسره کوي، چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې یې د افغانانو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې په وړاندې د ژمنتیا ټټر وهلی و او د دې برید په ترسراوي سره یې خپله دوه مخي ثابته کړه.
کورنیو چارو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې پېښې له عاملینو به څو برابره غچ اخلي او د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا لپاره د دعا لاس لپه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۹:۵۱
Background image

د پاکستان لاس موټرو او بې اسناده موټرسایکلونو د ګرځونې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د ښي لاس (پاکستان لاس) لرونکو موټرو هغه مالکینو ته چې له امنیتي اسنادو پرته په مرکز او ولا

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۹:۰
Background image

خبرتیا

د مسافر وړونکو او لوړتوناژ موټرو ټولو مالکینو ته ابلاغ کېږي، څو د خپلو وسایطو د اسنادو د طی مراحل او همدارنګه د مالیاتي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۱۴
Background image

د یو کلي موټرو په تړاو خبرتیا

امنیتي او ترافیک منسوبینو د تېرو دوه اونیو په لړ کې لسګونه بې اسناده او یو کلي موټر مصادره کړي دي.

Back to announcements