ننګرهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په مهمندرې، روداتو او خوګیانو ولسوالیو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د مهمندرې په ګردي غوث، د روداتو په شهیدانو مېنه او د خوګیانو په چمتلې څلور لارې سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د وسایطو ضد ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.