فراه کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
نن سهار پنځه بجې دوه ترهګرو طالبانو غوښتل چې د فراه ولایت په برنکتوت کلي کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په همدې حال کې تېره شپه په ریګي کلي کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
همداراز د فراه ښار د دویمې حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو ترهګر طالب له یو میل تفنګچې سره نیولی دی.