پولیسو هرات کې یو قاتل نیولی.
نن له غرمې مخکې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو تن د یوه هرات مېشتي د وژلو په تړاو نیولی دی.
یاد کس له هغې وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو، چې د هرات ولایت د نهمې ناحیې په درب ملک سیمه کې یې پر دوه هرات مېشتو د وسلې ډزې کړې وې، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او بل یې ټپي شوی دي.