کابل او پروان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۳:۳۳
م

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ښاري دروازو د کنټرول قومندانۍ منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د دوه کیلو ګرامه شیشه او ۵۰۰ قرصه تابلېت "K" په تړاو د ارغندې له چوک څخه تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پروان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو یو کس د څلورو کیلو ګرامو چرسو د قاچاق په تړاو نیولی، چې یاد چرس یې په یوه فلانکوچ کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې ولېږدوي، چې د سالنګ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له اړوند سیمو نیول شوی دی.