خوست کې د دوه ماین چاودنو مخه ونیول شوه.
ملي پولیسو د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شول.
یاد ماینونه د موسی خېلو ولسوالۍ د پولیسو لخوا د ګزمې پرمهال کشف شوي وو.