غور کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورخ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د پاکولو په موخه یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې څلور ترهګر طالبان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی او "آنه" سیمه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.