فراه کې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو او وسلو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو او وسلو یوه زېرمه کشف او ضبط کړه.
له یادې زېرمې ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي، یو شمېر جنګي، نظامي او چاودېدونکي توکي او څلور کړۍ د وسایطو ضد ماینونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ترهګرو طالبانو له یادې زېرمې د نشه يي توکو د قاچاق سربېره په فراه کې ترهګریزې پېښې هم طرح او سازماندهي کولې.