سرپل کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۲:۱
z
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیداباد کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د یادې نښتې په ترڅ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او د سرپل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي والي ظریف په ګډون ۱۳ نور ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
په لاسته راغلو مهماتو کې اوه کړۍ لاسي بمونه، درې عدده ریموټ کنټرول ماینونه، ۵۰۰ ډزه د ماشین دارې پیکا ګولۍ او کلاشینکوف شامل دي.