خبرتیا!

د کورنیو چارو وزارت د درنو منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره او د مشرانو، متنفذینو او د ملي شورا د درنو غړو د وخت د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې؛ ترڅو هره اونۍ د پنجشبنې په ورځو له غرمې وروسته له (۰۱:۰۰ تر ۳:۳۰) بجو په مستقیمه توګه د یاد وزارت له منسوبینو سره لیده-کاته وکړي او د ستونزو حل لارې په ګوته کړي.
نو پر دې اساس د کورنیو چارو وزارت هغه منسوبین چې ستونزې لري، رسول کېږي چې له دې وروسته په ټاکل شوي وخت کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر د لومړي پوړ تالار ته مراجعه وکړي.