غور کې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوول ونیول شو.

د غور ولایت د فېروز کوه ښار په سنګ آتش الله یار سیمه کې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوول ونیول شو.
احسان الله نومی چې غور کې یې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوولیت پرغاړه درلود، نن د غور ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیتي او کشفي ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.
احسان الله د څېړنو په ترڅ کې غور کې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې جرم منلی دی.