خوست کې د څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د ګربزو ولسوالۍ ملي پولیسو د وسایطو ضد څلور ماینونه کشف او شنډ کړل.
د ګربزو ولسوالۍ زړورو پولیسو په اړوند یژدنو کلي کې د ګزمې پرمهال څلور د وسایطو ضد ماینونه چې د ترهګرو طالبانو لخوا د تخریبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي وو، د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شول.